Pashto Poem for Afghan Flag

abidamiri1
abidamiri1
زما بیرغچې له رنګونو جوړ دیاېته یې دا تور رنګ د وحشت رنګ بولېخوماته دا سکون د تورې شپې رابښيهغه، هغو تیا ...
زما بیرغ
چې له رنګونو جوړ دی
اې
ته یې دا تور رنګ د وحشت رنګ بولې
خو
ماته دا سکون د تورې شپې رابښي
هغه، هغو تیارو ته ورته دی
چې زما ډیوې سترګې پکې بلې
او زړه مې پکې ساه اخلي
هر رګ مې پکې ساه اخلي
هغه تور رنګ
د هغه ماښام رنګ ته ورته دی
چې زه مې د مین لارې پکې څارم
له هغو تیارو جوړ دی
په هغو تیارو کې
چې زه او جانان مینه کوو
او همیشه خبره سپينه کوو
********
اخ دغه الون رنګ
چې ته یې جنګ بولې
او سرې خونکارې وینې ښکارې
خو داسې نه ده
هغه زما له سرکو شونډو جوړ دی
هغه زما د ګلاب زړه رنګ لري
هغه د هغې مینې رنګ دی
چې بیګاه مې مور راکړه
او د زیارت
ها نڅاګره جنډه
*******
دغه زرغون رنګ
لکه زما پیغلتوب
لکه زما پسرلنۍ سترګې
لکه زما د مین
شنه او عطرینه غیږه
لکه په شنو پاڼو کې
د باران څو څاڅکې
لکه د خدای زړه سوی
لکه لطیف حسن
*******
زما بیرغ
زما پلو کې راشین

همه توضیحات ...