انورالحق مجاهد وايي چې راتلونکی نظام به ټول شموله وي او د عدالت پر بنسټ به خپلې چارې مخې ته وړي.

396,992 بازدید
بیشتر
Pajhwok Afghan News
Pajhwok Afghan News
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیود افغانستان د اسلامي حزب امير وايي چې راتلونکی نظام به ټول شموله وي او د عدالت پر بنسټ ...
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د افغانستان د اسلامي حزب امير وايي چې راتلونکی نظام به ټول شموله وي او د عدالت پر بنسټ به خپلې چارې مخې ته وړي.
د افغانستان اسلامي حزب امير او د دغه حزب د پخواني مشر مولوي محمد يونس خالص زوی انورالحق مجاهد وايي چې راتلونکی نظام به ټول شموله وي او د عدالت پر بنسټ به خپلې چارې مخته وړي.
نوموړی چې د پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د جمهوري نظامونو پر ضد يې کلونه جګړه کړې، تازه تېره ورځ د تورخم له لارې هيواد ته راستون شو او نن يې د جلال اباد ښار شپږمه ناحيه کې د خپل پلار فاتحه هم واخيسته.
نوموړي د فاتحې مراسمو په څنډه کې خبريالانو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ چې راتلونکی نظام به د افغانستان د ټولو خلکو په خوښه او داسې نظام جوړېږي چې ټولو خلکو ته په کې برخه ورکړل شي.
هغه وويل، بحث پر نوم نه دی، بحث پر نظام دی چې خلکو ته د عدالت پر بنسټ خدمات او چارې وړاندې کړي او نيوکه يې دا وه چې په تېر کې د جمهوري نظام تر چتر لاندې ډېرې بې عدالتۍ وشوې؛ ځکه خو دوی د يو نوي اسلامي نظام د جوړولو لپاره مبارزه وکړه.
انورالحق مجاهد د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک د راتلونکي نظام په اړه بيا اندېښنه لري چې طالبان به لکه د خپل تېر حکومت په څېر له خلکو سره زور زياتی کوي وويل: ((د تېر حکومت نيمګړتيا دا وه چې د اسلامي امارت مشران يوازې د جنګي صفونو په نظم بوخت وو، اقتصاد پاتې و، زده کړو ته توجه نه وه، ځيني خلک زموږ په صفونو کې ننوتي وو چې زموږ د بدنامۍ سبب شول، خو دا ځل به داسې نه وي.))
دی وايي، اوس ټوله توجه د خلکو اقتصاد او زده کړو ته ده؛ ځکه جګړه نشته او طالبان يوازې د نظام او حکومت جوړېدو او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو ته وزګار دي او هوډ هم همدا دی چې يو داسې نظام رامنځته شي چې د عدالت پر بنسټ خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
د مجاهد په خبره، دا چې تر اوسه د طالبانو حکومت نړيوالو پر رسميت نه دی پېژندلی، علت يې هم دا دی چې تر اوسه لا طالبانو حکومت نه دی جوړ کړی او که حکومت جوړ شي، نو ډېرو هغو




ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews

Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس‎) (Persian: آژانس خبرى پژواک‎) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe:  pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
Facebook: pajhwoknews
www.instagram.com/pajhwok
Twitter: pajhwok
www.pajhwok.com
Email: [email protected]
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari

#pajhwokafghannews

همه توضیحات ...