ستا د سترگو بلا واخلم, به صدای مجتبی محب

Afghanha Sweden
Afghanha Sweden
آهنگ استاد اولمیر د سترګو نندارېستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې ديپام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې ...
آهنگ استاد اولمیر

د سترګو نندارې
ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي
د آرزو جوپه باريږي حوصلې وهي ترپکې
د اميد په قافله کې جوړې نوې نغارې دي
ستا د مينې د خزانه بس زما ژوند ته بها ده
ګوندې وخته ما ليدلي پخپل سر خاورې ايرې دي
نازولې ليلا راشه د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د مرغلرو که د اوښکو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې کاندې خوله دې ګُل شي بيا غُنچه شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډېره شواخونه ستا د تلو نه قربانیږم
د نکريزو په جامه کې مې قربان د زړه قطرې دي
چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مې کړې ستا د سترګو نندارې دي
چې ارې ته مې سر ورکړ نو اوربل ته په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفې ما خورې ورې دي
مبارک دې شه " سیلابه " د وصال استازې راغی
د ريبار سره دې کړې اشنا نوې مشورې دي

همه توضیحات ...