Marg | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | مرګ | غني خان | سردارعلي ټکر

Meena Jibran
Meena Jibran
شاعر: عبدالغني خانسندرغاړی: سردارعلي ټکرــــساز داسې اواز دی ښکاره پټ کړي پټ ښکاره کړيتورې خټې واخلي ترېنه جوړه ...
شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردارعلي ټکر
ــــ
ساز داسې اواز دی ښکاره پټ کړي پټ ښکاره کړي
تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي
قبر باندې شال يو د اطلس د بخمل واچوي
لاس کې د انسان لمحې ته مرګ و اځل واچوي
خو مرګ دې پرده پوش کړي د ادم زوال له هوشه ورک
مرګ هغه خزان دی چې ګل کړي له ګلفروشه ورک
مرګ ګواه د رب د مينې رحم له انسان سره
مرګ يوه وعده ده سپرلي شوې له خزان سره
ژوند يو څاڅکی مينه ده، د مينې ننداره کړي
تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي
ساز د ځوانۍ غشی دی له مرګ سره د جنګ کيسه
دا ده د انسان د زغرې، تورې او تفنګ کيسه
دا ده د غلام د فخر، کبر او د ننګ کيسه
شمع پتنګ نه دی، دا د ستوري او پتنګ کيسه
ژوند د ادم څه دی، مينه مينه ده له ځان سره
خاورې د ادم خاورې جنون سره جانان سره
ژوند د ادم څه دی، مينه مينه ده له ځان سره
خاورې د ادم خاورې جنون سره جانان سره
تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي
مرګ لويه نيکي وه چې تا وکړه له انسان سره
مرګ ستا کور له يوړه ګني وو به تل له ځان سره
مرګ هغه نېټه چې جانان کېښوه له جانان سره
مرګ پټه نکاح ده د مکان له لامکان سره
مرګ کې د ژوندون د درياب پټه کناره ده
مرګ مجبوره ځان له د خپل حسن ننداره ده
مرګ بس يو ګواه زما د ژوند ستا د جلال
اې عجيبه خانه د تيرې او د هلال
تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي
_______
Marg | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | مرګ | عبدالغني خان | سردارعلی ټکر

همه توضیحات ...