حامدکرزي د ایران له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه
د۱۳۹۲ لمریز کال د تلې ۲مه
حامدکرزي د ایران له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ایران له سفیر ښاغلي "ابوالفضل ظهره وند" سره چې په افغانستان کې یې د ماموریت موده پای ته رسېدلې ده، د مخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې شوې هڅې وستایلې او په دوام باندې یې ټینګار وکړ.
حامدکرزي ښاغلي "ابوالفضل ظهره وند" ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي " ابوالفضل ظهره وند" په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او د خپل کار په دوره کې یې د افغانستان د خلکو او حکومت د همکاریو له امله مننه وکړه.
---------------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af

همه توضیحات ...