د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ بهرامچه کې خلک د پاکستاني پوځ نظامي تأسیسات ورانوي

Pajhwok Afghan News
Pajhwok Afghan News
هغه ویډیوګانې چې پژواک ته په لاس ورغلي، د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ بهرامچه نومې سیمه کې پاکستاني پوځ له تیرو څو کالو راهیسې نظام ...
هغه ویډیوګانې چې پژواک ته په لاس ورغلي، د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ بهرامچه نومې سیمه کې پاکستاني پوځ له تیرو څو کالو راهیسې نظامي تأسیسات جوړ کړي وو، د سیمې اوسیدونکو بلوڅ قبایلو د افغانستان حکومت ته بیا بیا فریاد وکړ اما د افغانستان حکومت پرې غوږ ونه ګراوه، بالاخره د سیمې خلک لاس په کار شوي او د دغو تأسیساتو په ړنګولو بوخت دي.  

څو ورځې وړاندې کله چې د پاکستان پوځ په هلمند ولایت بهرامچې سیمه کې د پاکستان له ملي سرود سره د افغانستان پر خاوره پاکستانی بیرغ پورته کاوه د افغانستان حکومت پرې ځان غلی کړی و.


دیشو ولسوالی دهلمند ولایت په جنوب کي پرته ده چي د جنوبي پښتونستان سره سرحد لري، د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د دې ولسوالی مرکز ۲۱۵ کیلومتر لرې دی، دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو ترواک لاندي ده په دې ولسوالی کي د رخام ډبري ډېر لوی کان دی له څلویښتو کلونو راهیسي دا ډبره پاکستان وړي او دا ډبره په غیري فني ډول ایستل کېږي. د محمدظاهر شاه د پادشاهي په دوران کي په لښکرګاه کي د حجاری او نجاری  فابریکه وه چي له همدې ډبري څخه یې مختلف توکي جوړول دا فابریکه اوس هم فعاله ده خو وضعیت یې سم نه دی.
د دیشو ولسوالی د بهرامچې سیمه د هېواد په کچه د تاریاکو او نورو نشه یې توکو د پېر، پلور تر ټولو ستر مرکز دی د هلمند او نورو ولایتونو تاریاک او نشه یې توکي ټول هم دې بهرامچې ته راځي چي له همدې ځایه بیا پاکستان او ایران وروسته نورو هېوادونو او ا روپا ته وړل کېږي.

همه توضیحات ...